په هالندکې دافغانۍ ښځو ونړيوال کانگرس ته !
زرغونه عطا ژواک زرغونه عطا ژواک

نن چې د ښځو دنړیوالی ورځی دسلمی کالیزی په درشل کې یو غواړم دخپل گران هیواد د ښځو ژوند ته په لنډه ډول سره یوه کتنه او نظرواچوم . دا ښکاره او جوته ده چې پدی ورستیو دریوو لسیزوکښې په افغانستان کې دټولو هیوادوالو او پرگنو په پرتله افغانۍ ښځۍ ډیرربړونه   اوزحمتونه یې گاللی او ترننه هم پدی اور کې سوځي . ددی ټولو ناخوالو تیره څوکه وښځو  ته څیرمه ده همدا ښځۍ دي چی مادی او معنوی ژوندیې دهیواد دننه او بهر  دخطر او مرگ سره لاس او گریوان دی.دا ښځۍ دي چې کورونه یې ورانیږی ،بچي یې په جلا،جلا نومونو دخپلواو پردیو په مرسته او لگښت سره مری او هستی یې دنابودی او بربادی سره مخامخ دی .دا ښځۍدي،چې کله دتورسری او دموردمقام او له انسانی حقونو نه بی برخی او لکه متاع د خرڅلاود بازارونو وسیله وي .کله بیا د تعلیم او زده کړی په گناه د سپین سترگی ازادی او کفر تر شعار لاندی وژل کیږی.وروستني احصائیي ښیی چې دهیواد (۸۰)اتیا فیصده ښځۍدډول،ډول تاو تریخوالی سره مخامخ دی. هغوي دژوند په ټولو اجتماعی اقتصادي سیاسي برخو کې دنه زغمولووړستونزی لري،هغوي د وروسته پاتی رواجونواوپخوانیو دودونو په ځنځیرونوکې ښکیل دي .چی د بیلگی په ډول دهغو نه یادونه اړین  بولم .

له قانونی سن نه کښته ددولسو او شپاړسو کلونو انجونۍ ودونه په زور اوتیری سره،اوهمدارنګه دغه زبرځواکی،تجاوزونه او تیری کله کله په پټه اوکله هم په ښکارډول سره دتنکیو انجونو او ځوانو ښځو په وړاندی ترسره کیږی .

اوپه همدی ډول  دښځو وهل او ټکهول او دهغوی نه دانسانی حق اخیستل دمرگ تر پولو پوری ډیر داهسی پيښی  لیدل سویدی.

ښځۍ داجناسو، پیسو ،اسونو  اوشیانو او سپیو سره تبادله اوددوي راکړه ورکړه صورت موندلی دی چی موږاو تاسی ددی خواشینونکی پیښو شاهدان یو اودغه خبر مودرسنیوله لاری واوریدل چې  د یوی څوارلس کلنی انجلۍ پلارخپله لوریې  د سپی سره تبادله کړ .

دهیواد په ځینو سیمو کښې یوشمیرښځۍ دبډواورشوت  په بدل کښې تبادله سویدی .

دښځو خرڅلاو دډول ،ډول اعصارواوپیسوپه وړاندی او په تیره بیا دډالرو په وړاندی دمتال په ډول وتورخم ته نژدی په یوه سیمه کې ځوانی ا نجونۍ تر سل زره ډالرو پوری خرڅیږی او کله چې دخاوند لاس یې اړاو بند سی او یا بله ځوانه ورته په لوړه پیسو د رانیولو پیدا شی حتی تر شپږ ځلی هم یوه ښځه خرڅيږی او تبادله کیږی.،چې دغه پيښه  واقعیت دی اوداخبرد یوی اتلس کلنی انجلۍ له خولی نه په یوه تلویزونی خپروني کې چې دامریکی دهیواد نه  خپریږی نشر شوی او په اطمینان سره به  دغه خبر  ټولو اوریدلی وی .

په غربی اولویدیزوولایتونو لکه هرات اورزگان او کندهار کې د ښځو ځان سوځل د تیلو په مرسته چی د تاو تریخوالی په انډول یی ښکاره کوی چې په خوا له نه  دی  دغه کړنی اوعمل زموږپه هیواد کی ساری نه درلود.

دانجونو او ښځو منع کول دښوونی او روزنی نه ،اودهغوي دورتګ نه مخ نیوی ، د ښوونځیو او تعلیمی ځایونو سوځل د ښوونکو او ړون هاندو ښځو ترورایدل اووژل ،چې دلته دبیلگی په ډول د یو څو نومونه دزرهاوو او لکهاوو له ډلی نه اخلم : دوي ښوونکۍ خویندی  یې چې یوه یې شفیقه  اوبل یې د گلالی په نومونووي  په یوه ورځ یې شهیدانی کړی

تکړه او خوږ ژبی نطاقه  صایمه مقصودی اکبر،دښه احساس خاونده نادیه انجمن ،دکندهار  دښځودشورا مشره صفیه عمه جان،دبدخشان نه  د سکینی په نامه  یوه ښځه چې په ډبرو یې سنگ ساره کړله،اوهمدارنګه په کابل کې د شمشاد دخصوصی تلویزونی  شبکی تکړه نطاقه شیکیبا څانگی وژل په ډیرو نژدی وختونو کې دیوی ښځۍ دپښو دگوتو پری کول اویادخپل حیثیت دساتلواودځان دشرافت  په دفاع کې دتنظیمی حکومتونوپه دوران کې دمکرورویانودبلاکونو دشپرم پوړ نه دځان اچول، همدا ډول  دکڼر په سیند کې په ټولیزډول دښځو ځان اچول ،دادزرهاوو بیلگو نه لږی نمونی اومثالونه  دی چې یادونه یې دلته  ضرور ده ځکه راتلوونکی نسلونه ددی حوادثو او بدمرغیوپه وړاندی انسانی دنده لری چې د یو فولادی موټ په څیر د خپلو دښمنانو سره په قاطع ډول مبارزه وکړي .

راځی چې ددوي ددی ځان تیریدنی په خاطر چې دخپل هیواد دانسان اوپه تیره بیا دښځو د بسیا ژوند او پر مختگ دپاره یې هرڅه یې پرځانونه گاللی  دی ،دا هوډ او پیمان وکړو چې موږ له دوی سره پدی انسانی تگ لاری کې ځانونه برخه  من بولو او دژوند تر وروستی سلگی پوری به دا مبارزه په گده سره پر مخ بیایو.

ددی هوډ دسرته رسولو دپاره په هیواد کې دننه او بهر ټولو ړون هاندو او پر پرمختگ مینو ښځوته لازمه اوضروری ده چې سره یولاس سواو موږهم په ډاد سره وایو ستاسو سره یوځای یو او پدی بر یالیتوب کی ستاسو دهوډاوپیمان دلاری مل او ملگری یو.

د هیواد نه لیری په امریکا، کانادا، استرالیااو اروپا اود ټولی نړی په هر گوت کې چې  افغانۍ ښځۍ   یو، نو راشی دا هڅه او هاند تود او فعاله وساتو او خپل ږغ ددی غونډی له لاری دنړی دښځو وټولوفعالینو  دښځو و ټولو سازمانونو دبشر د حقونود ښځو په هکله وکمیسیون  ته داروپایی اتحادیه دښځو دفعالینووڅانګی ته ،اوپه همدی ډول وملگرو ملتونو ته دغه ږغ ورسوو چې نور دافغانستان ښځۍ  جنګ ،جگړی، محرومیتونه او ناخوالي دژوند په ټولو چارواوبرخو کې نه غواړي .

نور افغانۍ  ښځۍ،د میلینونو رنځیدلو ښځو دحقونو تر پښو لاندی کول د زغملو وړ نه بولی موږ افغانۍ ښځۍدټولو نړیوالو څخه غواړو چې :

*ترنظامی او جگړه ایزو مرستو پرته په کار ده چې دښځو دتنویر  تعلیم او تربیي ،ښووني اوروزني دپاره لازم او ضروري تدابیراو اقدامات تر سره شي .

*  په کار ده چې دښځو دبیکاری دله منحه وړلو دپاره لویی او وړی اقتصادی پروژي د نړیوالو مرستندیو ټولنو له خوا ملاتړ،حمایه او تمویل شی تر څوښځۍ پر خپل ځان اتکاه پیدا کړی .

*دښځو دزدکړي  او روزني دپاره یوازي دافغانستان ددولت دښووني اود روزني وزارت نه شی کولای دا کار پر مخ بوزی .

زما نظر دادی چی دلته په اروپا کې دښځو ټول فعال سازمانونه او فعالین په گډه سره یو منظم پلان طرح کړی او عملی چاری دی  ورته ولټوی تر څو په داوطبانه توګه باندی او په خپله خوښه   سره ښوونکی هیواد ته ولیزل شی چی دښځو دتنویر ،سواداود زده کړي دپا ره دهیواد په دننه کې دښځو سره په مرسته کې  عملی گامونه پورته کړی ځکه تر هغه پوری  چې ښځۍ په خپله خپل حق ونه پیژنې اودهغه دلاسته راورلو په قدر ونه پوهیږې بل څوک عملی مرسته ورسره نه شی کولای .

یعنی هر کله  چې ښځۍ خپل حق وپیژنې  اوپه خپل حق اوحقوقو وپوهیږې هغه وخت خپل دحق غوښتنه هم کولای سی .

*همدا ډول هغه ځوانۍ افغانۍ انجونۍ اوښځی چې دلته روزل کیږي باید خپل وجایب اومکلیفتونه هیر نه کړي او د یو معین پلان په چوکات کې خپل هیواد ته لاړی شی او خپلۍ زده کړی او تجربۍ په  عملی ډول سره دننه په هیواد کې ترسره اوعملی کړی..

* دلته په اروپا کی په کار ده چې یوه مرستندویه فوند یا دمرستی صندوق په دی هکله جوړ اورامنځته شی اوپه ټولوهیوادونو کې خپلی غړي ولري تر څو ددی لاری  نه مادی مرستي دحق ا لعضویتونو اود اعانی په ډول  مرستي راټولی شي او دهیواد په دننه کې دوړو پروژو په ډول په کار ولویږی تر څو دبیکارواواړینو ښځو دپاره دا مرستي یوه مادی منبع او هم له بله پلوه یو تنویری مرکزونه وگنل شی .

                                                                        په درنښت

 


April 6th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها